۰

امریکا او هند پر افغانستان خبرې کړې دي

چهارشنبه ۲۶ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۰۰
امریکايي او هندي چارواکو د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې او دواړو لورو په دغه هېواد کې د ګډو ګټو پر تامین ټینګار کړی دی.
امریکا او هند پر افغانستان خبرې کړې دي
امریکايي او هندي چارواکو د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې او دواړو لورو په دغه هېواد کې د ګډو ګټو پر تامین ټینګار کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټام وېسټ په خپله ټوېټر پاڼه کړې ده.

نوموړي ویلي، چې د هند پلازمېنه ډهلي کې یې د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیت دول او نورو هندي چارواکو سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې د افغانستان په اړه د دواړو لورو ترمنځ خبرې او ټينګار شوی چې هند او امریکا به په دغه هېواد کې د ګډو ګټو د ساتلو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

دوی همدا راز د افغانستان په اړه په خپلو کې د همکاریو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی او امریکا هند په سیمه کې خپل باوري متحد یاد کړی.

هندي لوري هم ډاډ ورکړی چې دوی په سیمه کې د ثبات لپاره له امریکا سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

دا په اسې حال کې ده، چې هندي چارواکو له فرانسویانو سره هم د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې او خپلې اندېښنې یې ورسره شریکې کړې دي.

هندي چارواکو له فرانسویانو سره خبرو کې وېره څرګنده کړې، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په مرکز بدل نه شي.

د یادونې ده، چې پر افغانستان د روسیې او ایران د ولسمشرانو ولادیمیرپوتین او ابراهیم رئیسي تر منځ هم تېره شپه تلېفوني خبرې شوې دي، خو جزیات یې نه دي په ډاګه شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي