۰
روسیه:

په سیمه کې د امریکا د نظامي اډو هڅې ناکامه شوې

پنجشنبه ۱۵ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۷
د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال یوري کوکوف وايي، د افغانستان په ګاونډ کې د نظامي اډو لرلو لپاره د امریکا هڅې ناکامې شوې دي.
په سیمه کې د امریکا د نظامي اډو هڅې ناکامه شوې
د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال یوري کوکوف وايي، د افغانستان په ګاونډ کې د نظامي اډو لرلو لپاره د امریکا هڅې ناکامې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کوکوف په تازه څرګندونو کې ویلي امریکا ډېره لېواله وه چې د افغانستان په شاوخوا کې نظامي اډې ولري.

نوموړي زیاته کړې، تر دې دمه د امریکا دا هڅه ناکامه شوې چې د افغانستان د څارلو لپاره د دغه هېواد په شاوخوا کې نظامي اډه ولري.

دی زیاتوي، ښایي د سیمې هېوادونه امریکا ته د دې کار اجازه ور نه کړي.

په ورته وخت کې ازبکستان هم ویلي، دوی د خپلو قوانینو له مخې په خپل هېواد کې د بهرني هېواد نظامي تاسیساتو ته اجازه نه شي ورکولی.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا دفاع وزیر لوید اسټن څو ورځې وړاندې د امریکا د سنا مجلس پوځي کمېتې ته ویلي و امریکا هڅه کوي، چې د افغانستان د څارلو لپاره په سیمه کې یوه اډه ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي