په داسې حال کې، چې د افغانستان د نوي حکومت مخالفین د ځینو هېوادونو د ملاتړ په تمه دي، فارین پالیسي د امریکايي سرچینو په قوله ویلي، چې امریکا به هېڅ کله هم د دغه ډلو ملاتړ ونه کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې نشريې په یوه مطلب کې د باخبره امریکايي سرچینو له قولهویلي، چې په افغانستان کې د نوي حکومت مخالفه ډله چې تر ډېره په تاجکستان کې ده، د امریکا د ملاتړ تمه لري.
سرچینه زیاتوي، امریکا به هېح وخت د دغه ډلو ملاتړ ونه کړي، ځکه په دې سره په افغانستان کې کورنۍ جګړې پيلېږي او امریکا د جګړو د دوام غوښتونکې نه ده.
د نشریې په مطلب کې وړاندې لیکل شوي، په افغانستان کې باید سیاسي مذاکرات دوام وکړي، تر چې په دې هېواد کې څلوېښت کلنه جګړه د تل لپاره پای ته ورسېږي.
سرچینې ټینګار کړی، چې د ډلو او ټپلو ملاتړ او د جګړو دوام هېڅ ستونزه نه شي حل کولی.
د یادونې ده، چې واک ته د طالبانو د رسېدو سره سم د پخواني حکومت ځینې چارواکي او یو شمېر سیاسیون د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو پر ضد دویم مقاومت جبهه پنجشېر ولایت کې پرانسته.
خو تر څو ورځني مقاومت وروسته پنجشر طالبانو په بشپړه توګه ونیوه او د مخالفې جبهې اکثریت غړي تاجکستان ته وتښتېدل.
جمهورخبري آژانس:کابل