د افغانستان اسلامي امارت وايي، د مجاهدینو ځانګړې قعطې پلازمېنه کابل کې د یو لړ عملیاتو پر مهال د داعش ډلې ۱۱ غړي نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د داعش دغه غړي پرون دوشنبې د تلې ۱۳ مه غرمه مهال د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د کمپنۍ د سیمې چاردهي بزنس سټر او باغ دوادو کوڅه کې نیول شوي دی.
د اسلامي امارت یوه ویاند بلال کریمي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د اسلامي امارت ځانګړې قعطې د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې په یاده سیمه کې ۱۳ داعشیان ونیول.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو وړمه شپه هم د کابل ښار د ۱۷ مې حوزې اړوند سیمه کې د داعش پر یوه مرکز چاپه وهلې وه، چې په ترڅ کې یې دغه مرکز او په کې مېشت داعشیان له منځه وړل شوي دي.
که څه هم د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه نور جزیات نه وو ورکړي، خو ځینې امنیتي سرچینې وایي، په دې عملیاتو کې د یوې کورنۍ ۱۰ غړي چې داعشیان وو وژل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل