د کورنیو چارو وزارت وايي، د منسوبینو له لوري یې کابل ښار کې د پیسو او وسایطو درې تنه حرفوي غله نیول شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نن یکشنبې د تلې ۱۱ مه د وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه غله نن د دویمې امنیتي حوزې اړوند د بهارستان له سیمې څخه نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه غلو غوښتل د یادې سیمې د یوه کس یو عراده موټر او یوه اندازه پیسې غلا کړي، چې هدف تته له رسېدو وړاندې لاس په لاس د حوزې د منسوبینو له خوا ونیول شول.
خبرپاڼه کې نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم کورنیو چارو وزارت نن د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د څلورو تنو غلو د نیولو خبر ورکړی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل