راپورونه وايي، د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یوې چاودنې له امله د طالبانو په ګډون ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن شنبې د تلې ۳ مه سهار مهال د جلال آباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند سراج العمارت باغ ته نېږدې د طالبانو په یوه موټر شوې ده.
راپورونه زیاتوي، چې چاودنه د سړک د غاړې خښ شوي ماین له امله وه، چې یو تن په کې وژل شوی او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د حوزوي روغتون سرچینې هم تایید وي، چې دوی ته د یوه طالب مړی او ۷ ټپیان وروړل شوي، چې درې طالبان، درې ملکي وګړي او یو د ښاروالۍ کارکوونکی دی.
د ننګرهار د ښاروالۍ مسوولین هم مني، چې په ننۍ چاودنه کې د دوی یو کارکوونکی چې د تنظیفاتو برخه کې یې کار کاوه ټپي شوی دی.
د دغه چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی خو له دې وړاندې د څو ورته چاودنو مسوولیت داعش وسله والو په غاړه اخیستی و.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون او وړمه ورځ هم په ننګرهار کې د ۶ تنو مړي موندل شوي و، چې په مرموز ډول وژل شوي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل