ملګري ملتونه په یوه راپور کې وایي، افغانستان کې د وچکالي د شاوخوا ۷ ملیونه افغان کروندګرو ژوند ګواښي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپور کې ویل شوي، په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ میلیونه وګړي غذايي مصونیت نه لري، خو د دې وضعیت تر ټولو ستره ضربه افغان کروندګرو ته رسېږي.
دوی زیاتوي، د وچکالۍ له امله د کروندګرو حاصلات د پام وړ نه دي، نو له همدې امله دوی له لوږې سره مخ کېږي او د دې احتمال شته چې له کروندګرۍ لاس په سر شي.
ملګري ملتونه وایي، د افغانستان اووه میلیونه کروندګرو ته باید د خوراکي او نورو توکو مرستې برابرې کړل شي.
راپور کې زیاته شوې، که کروندګر له کروندګرۍ لاس په سر شي په افغانستان کې به د خوړو د مصونیت کچه نوره هم راټيټه شي او دا به یو بشري ناورین رامنځ ته کړي.
جمهورخبري آژانس: کابل