۰
رویټرز:

په څو اوونیو کې به د طالبانو له خوا د نوي حکومت اډانه اعلان شي

شنبی ۳۰ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۲۶
رویټرز خبري آژانس د یوه لوړ پوړي طالب چارواکي له قوله ویلي، چې په څو اونیو کې به طالبان د نوي حکومت اډانه اعلان کړي.
په څو اوونیو کې به د طالبانو له خوا د نوي حکومت اډانه اعلان شي
رویټرز خبري آژانس د یوه لوړ پوړي طالب چارواکي له قوله ویلي، چې په څو اونیو کې به طالبان د نوي حکومت اډانه اعلان کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رویټرز نن شنبې د زمري ۳۰ مه په یوه ټوېټ کې ویلي، چې د طالبانو حقوقي، مذهبي او د بهرني سیاست کارپوهان هڅه کوي، چې د نوي حکومت اډانه جوړه او په څو اونیو کې یې وړاندې کړي.

په ټوېټ کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

خو راپورونه وایي، د طالبانو مرسیتال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر له کندهار څخه کابل ته راغلی او دلته له سیاسیونو سره د نوي حکومت پر جوړېدو خبرې اترې روانې دي.

که څه هم د دغه خبرو جزیات هم نه دي په ډاګه شوي، خو په ورته وخت کې طالبانو له نړیوالو غوښتي، چې نور دوی په رسمیت وپېژني.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي