امریکا وايي، یوازې په هغه صورت کې د دې ډلې حکومت په رسمیت پیژني چې د میرمنو حقونو ته درناوی وکړي او د القاعده شبکې په شان د سخت دریزو ډلو سره اړیکې پرې کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو په هکله د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، په افغانستان کې د هر ډول حکومت سره د امریکا اړیکې د دې حکومت د کړونو سره تړلې دي.
دی وايي، امریکا له هغه افغان حکومت سره کار کولی شي، چې د خلکو د اساسي حقونو ملاتړ وکړي، ترهګرو ته ځای ورنه کړي، د خپلو میرمنو او نجونو او ولس اساسي حقونه خوندي کاندي.
امریکا دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې طالبانو تر اوسه د نوي حکومت په اړه څه نه دي ویلي او په دې اړه یې خبرې له وخته وړاندې بللې دي.
په ورته وخت کې روسیې هم ویلي، په کابل کې د طالبانو سره تر کتلو وروسته او دا چې دا ډله څه ډول حکومت په نظر کې لري، پدې هکله د معلوماتو تر لاسه کولو وروسته به مسکو پریکړه وکړي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژنې که نه.
جمهورخبري آژانس:کابل