۰
امریکا:

د افغان جګړې د ختمولو لپاره بېل انتخابونه ازمویو، خو خپله پرېکړه پر چا نه تحمیلوو

یکشنبه ۱۷ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۸
امریکا وايي، دوی د افغان جګړې د ختمولو لپاره بېلا بېل انتخابونه ازمویي خو ټینګار کوي، چې پر چا خپلې پرېکړې نه شي تحمیلولۍ.
د افغان جګړې د ختمولو لپاره بېل انتخابونه ازمویو، خو خپله پرېکړه پر چا نه تحمیلوو
امریکا وايي، دوی د افغان جګړې د ختمولو لپاره بېلا بېل انتخابونه ازمویي خو ټینګار کوي، چې پر چا خپلې پرېکړې نه شي تحمیلولۍ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه خبرې دې هېل نشریې په سپینه ماڼۍ کې د ځینو سرچینو له قوله کړې او د امریکا د وروستۍ طرحې په اړه یې ویلي، چې دا د امریکا د حکومت رسمي دریځ نه دی او نه هم پر نورو خلکو خپله پرېکړه تحمیلولی شي.

سرچینې زیاته کړې دا د هغو وړاندیزونو په لړ کې څو وړاندیزه دي چې افغانانو ته مخکې شوی او هڅه کېږي د افغان جګړې د پای لپاره یې پر سر بحثونه وشي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، دا افغانان دي چې د خپل هېواد د راتلونکې په اړه پرېکړه کوي.

د دغه وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي، په افغانستان کې وروستۍ جګړې د جدي اندېښنې وړ دي او افغانانو ته په کار ده چې ژر تر ژره د حل پر یوه اغېزناکه لار هوکړې ته سره ورسېږي.

دی وایي، امریکا هم په دې لټه کې ده چې وکړی شي افغان جګړه ختمه کړي او په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه راټيټه کړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانستان ته په راتګ سره دلته له ولسمشر غني او یو شمیر سیاسي مشرانو سره د مشارکتي حکومت په رامنځته کېدو غږیدلی.

ویل کېږي خلیلزاد افغان چارواکو او سیاسیون ته د سولې په تړاو یوه نوې طرحه هم وړاندې کړې، چې د انتقالي حکومت موضوع هم په کې شامله ده.

دا هم ویل کېږي، چې خلیلزاد دا طرحه په قطر کې د طالبانو له استازو سره هم خبرو کې شریکه کړې خو طالبانو ورته ویلي، چې دوی په مشارکتي یا انقتالي حکومت کې ګډون نه کوي.

طالبانو دا هم ویلي، چې که څه هم دوی په دې ډول حکومت کې ګډون نه کوي، خو په وینا یې که له بې پرې کسانو داسې یو حکومت جوړ شي، مخالفت یې نه کوي او حاضر دي چې د جګړې شدت کم کړي.

د طالبانو د قطر د دفتر یوه غړي رویټرز ته ویلي«موږ د ښه شهرت لرونکو کسانو په ګډون د عبوري حکومت سپارښتنه کوو او دا حکومت باید په دوو کلونو کې د امنیتي ادارو په ګډون د حکومت ټولې برخې غیرساسي کړي.»

د رویټرز خبري اژانس پر اساس، طالبانو دغه راز ورته ویلي چې له دې ګامه وروسته دوی پر اورکم غور کولی شي، خو اوربند بیا هم نه کوي او له خلیلزاده یې غوښتي چې د افغانستان پر حکومت فشار راوړي چې د طالبانو ۷ زره نور بندیان خوشي کړي.

خو د دغه طرحې په اړه ولسمشر غني پرون د ملي شورا د ۱۷ مې دروې د درېیم کال کاري پرانست غونده کې په ښکاره د انتقالي یا مشارکتي حکومت سره مخالفت وکړ.

ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې یوازې د ټاکنو له لارې به واک خپل ځای ناستي ته پرېږدي او په وینا یې که څوک د افغانستان د واک او قدرت تر لاسه کول غواړي نو ملت ته د مراجعه وکړي او د ولس د رایې پر اساس دې واک تر لاسه کړي.

ولسمشر غني د یادې طرحې په اړه دا هم و ویل، چې هر څوک او هر بنسټ کولی شي، د کاغذ پر مخ خیالي او خوب کې طرحې ولیکي، خو په وینا یې دا عملي نه دي، ځکه پردۍ طرحې افغانستان ته سوله نه شي راوستلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي