۰

امریکا وايي د اړتیا تر وخته عراق کې پاتې کېږي

دوشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۰
امریکا متحده ایالاتو ویلي تر هغې به یې سرتېري عراق کې پاتې شي، تر څو هلته اړتیا وي او د دغه هېواد ثبات ټینګ شي.
امریکا وايي د اړتیا تر وخته عراق کې پاتې کېږي
امریکا متحده ایالاتو ویلي تر هغې به یې سرتېري عراق کې پاتې شي، تر څو هلته اړتیا وي او د دغه هېواد ثبات ټینګ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د امریکايي ځواکونو یوه ویاند شان رایان په ابوطبۍ کې خبریالانو ته د خبرو پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي امریکايي سرتېري به د اړتیا تر وخته په عراق کې پاتې شي او د دې اقدام موخه د عراق په هغو سیمو کې د ثبات ټینگیدل دي چې مخکې د داعش تر ولکې لاندې وې.

هغه ټینګار کړیو چې د داعش ډله باید د پوځي ځواک له لارې د بشپړه ماتې سره مخامخ شي او تر هغه وخته اړتیا ده چې ایتلافي ځواکونه په عراق کې پاته شي.

باید و ویل شيو چې دا مهال شاوخوا ۵۲۰۰ امریکایي پوځیان په عراق کې میشت دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي