د نایجریا پخوانی ولسمشر اولسیګون اوبسانجو په یوه سفر کابل ته راغلی او نن په کابل هوايي ډګر کې ښکته شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي اوبسانجو ښه راغلاست ته د افغانستان د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي ورغلی وو.
د چارو ادارې په یوه خبرپاڼه کې تایید کړې، چې ښاغلی فضلي د ښاغلي اوبسانجو ښه راغلاست ته د کابل هوايي ډګر ته ورغلی وو.
ویل کېږي د نایجریا پخوانی ولسمشر ښايي له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، سیاسیونو او افغانستان کې مېشتو سفیرانو سره ځانګړې لیدنې ولري.
جمهورخبري آژانس:کابل