واشنګټن پوست ورځپاڼې په یوه مقاله کې ویلي، پاکستان کې د ترهګرو پر مرکزونو، پټنځایونو او روزنځایونو سترګې نه شي پټېدای او دا دې ښکاره بېلکه ده، چې دغه هېواد له افغانستان سره دوګونی چلند کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مقاله کې زیاته شوې، پاکستاني چارواکي یوازې د دروغو ژمنې کوي او نړیوالو ته ځان داسې ښيي چې ګواکي افغان سولې ته ژمن دي.
مقاله کې ویل شوي، پاکستان په افغانستان کې ستراتيژيکې او اوږدمهاله ګټې لري نو د دغه ګټو د ترلاسه کولو لپاره له وسله والو ډلو ملاتړ کوي.
واشګټن پوست وایي، د دغه دوګوني چلند لپاره د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید وروستۍ څرګندونې ښه ثبوت دی.
په مقاله کې لیکل شوي، پاکستان دې نور له دوه مخي چلند تېر شي او د افغانستان د سولې په پروسه کې دې رښتینې همکاري وکړي، څو سیمې ته دایمي سوله او ثبات راشي.
د سرچینې په وینا که پاکستان د افغان جګړې په ختمولو کې همکاري و نه کړي، نو د دې احتمال شته چې روانه جګړه د پاکستان لمنې ته هم ورسېږي.
واشنګټن پوست دا مقاله پر داسې مهال خپروي، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید تایید کړه، چې د طالب مشرانو کورنۍ په پاکستان کې دي.
نوموړي دا هم ویلي و، چې د طالبانو ټپیان پاکستان ته د درملنې لپاره وروړل کېږي او ان مړي یې لا په دغه هېواد کې خښږېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل