له طالبانو سره د سولې خبرو پر مخ وړلو لپاره د افغان حکومت مرکچي پلاوی خپل منځي ناسته کړې او افغانستان کې په روان حالت یې اندېښنه ښودلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قطر کې په دغه خپل منځي غونډه کې په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي او د سولې پر ټپه ولاړو مذاکراتو خبرې شوې دي.
افغان پلاوي ویلي چې د تاوتریخوالي ډېرېدل د سولې خبرو ته زیان رسوي نو له همدې امله دواړو لورو ته په کار ده چې تر جګړې پر سولې تمرکز ډېر کړي.
دوی همدا راز ټینګار کړی چې د سولې لپاره به خپلې هڅې ډېروي.
دا غونډه داسې مهال کېږي چې په دوحه کې مذاکرات په ټپه ولاړ دي.
طالب لوری افغان حکومت د دې مذاکراتو د ځنډ لامل بولي خو حکومتي پلاوی بیا وایي، طالبان خبرو ته نه حاضرېږي او په مذاکراتو کې نرمښت نه ښيي نو ځکه خبرې په ټپه ولاړې دي.
پرون د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم په یوه ناسته کې پر طالبانو نیوکه وکړه، چې وخت ضایع کوي او د سولې خبرو ته غاړه نه اېږدي.
عبدالله ویلي و، طالبان سولې ته اراده نه لري غواړي د زور له لارې ځان واک ته رسوي، په داسې حال کې، چې د زور له لارې واک ته نه شي رسېدلي.
جمهورخبري آژانس:کابل