سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د ودان خیریه موسسې د کارکوونکو په موټر چاودنه شوې او پنځو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن دوشنبې د چنګاښ ۷ مه د مرکز جلال آباد ښار د پنځمې ناحیې اړوند د پوهنې ریاست ښاري مدیریت سره شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په دغه چاودنه کې یو تن وژل شوی او د ودان خیره موسسې د دوه ښځینه کارکوونکو په ګډون ۴ تنه په کې ټپیان شو دی.
نوموړی وایي، د ودان موسسې پر کارکوونکو دا چاودنه هغه مهال شوې کله چې دوی دندې ته پر لاره وو.
ځايي روغتیايي چارواکو هم تایید کړې، چې د پېښې له ځایه ورته یو جسد او څلور ټپیان وروړل شوي دي.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار