۰

ننګرهار کې درې داعشیان وژل شوي او دوه نیول شوي دي

یکشنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۲
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت د عملیاتو په ترڅ کې درې داعشیان وژل شوي او دوه نیول شوي دي.
ننګرهار کې درې داعشیان وژل شوي او دوه نیول شوي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت د عملیاتو په ترڅ کې درې داعشیان وژل شوي او دوه نیول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي امنیت ځواکونو دغه عملیات تېره شپه د ننګرهار ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې تر سره کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، داعشیانو مقاومت کړي، چې درې تنه ترې وژل شوي او دوه ژوندي نیول شوي دي.

د خوږیاڼي په وینا په عملیاتو کې د داعشیانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیت ځواکونو لاس ته ورغلي، چې په سیمه کې یې له منځه وړي دی.

دی وايي، په عملیاتو کې ملي امنیت ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي