۰

تخار کې د یوه غیر مسوول وسله وال قوماندان له خوا نیول شوي کسان خوشي شول

دوشنبه ۱۷ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۶
د تخار والی عبدالله قرلق وايي، هغه ۲۴ تنه عام وګړي، چې د یوه غیر مسوول وسله وال قوماندان له خوا نیول شوي و بېرته راخوشي شوي دی.
تخار کې د یوه غیر مسوول وسله وال قوماندان له خوا نیول شوي کسان خوشي شول
د تخار والی عبدالله قرلق وايي، هغه ۲۴ تنه عام وګړي، چې د یوه غیر مسوول وسله وال قوماندان له خوا نیول شوي و بېرته راخوشي شوي دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غیر مسوول وسله وال قوماندان فتح نومېږي او د بنګي ولسوالۍ د شینوارو د کلي ۲۴ تنه یې بندیان کړي و.

دغه قوماندان وروسته له هغې ولسي وګړي برمته کړل، چې په همدي کلي کې یې د طالبانو په کمین کې خپل ۲۰ وسله وال ووژل شول.

له دې وروسته قوماندان د یادې سیمې ۳۳ تنه عام وګړي، چې بزګران و په دې تور چې له طالبانو سره یې برید کې مرسته کړې نیولي وو.

د سیمې خلک وایي، قوماندان فتح ۹ تنه برمته کسان وژلي خو د تخار والي وایي، درې تنه له طالبانو سره په نښته کې وژل شوي دي.

تر دې وروسته د سیمې خلک د څلورو تنو جنازې د اعتراض په ډول د ولایت مقام مخې ته یووړې او ویل یې چې والي عبدالله قرلق هم د دغه قوماندان ملاتړ کوي.

دوی ویل قوماندان فتح د تخار – کندوز پر لویه لار له خلکو په زور پیسې اخلي، ځوروي یې او ان په پیسو یې وژني.

والي دا تور چې ګڼې قوماندان فتح له ده سره اړیکې لري په کلکه رد کړې وایي، له دغه قوماندان سره هېڅ ډول حزبي، قومي او شخصي تړاو نه لري.

د تخار والي دا هم تاییدوي، چې قوماندان فتح یو زور واکی دی، چې په وینا یې دی یې د بې وسلې کولو توان نه لري او موضوع به له امنیت شورا سره شریکه کړي.

جمهورخبري آژانس:تخار

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي