کورنیو چارو وزارت وايي، پروان ولایت کې د البېروني پوهنتون د استادانو په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او ۱۵ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون شنبې د غبرګولي ۸ مه مازیګر مهال د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په رباط سیمه کې د پوهنتون د استادانو په موتر شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په دغه چاودنه کې د یاد پوهنتون څلور استادان وژل وشي او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا ټپي کسان هم د پوهنتون استادان او محصلین دي او دا کار یو نه بښل کېدونکی جنایت دی.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی خو طالبانو په کې لاس لرل رد کړي دي.
جمهورخبري آژانس:پروان