سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د دوحې تړون څخه په سرغړونې خوست کې د ائتلافي ګډو ځواکونو پر نظامي قرارګاه توغندي ویشتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو هم منلې، چې توغندي یې ویشتلي، خو وايي دا یې د ضربتیانو په نوم د نظامیانو په یوه مرکز ورتوغولي دي.
د خوست ولایتي ځواکونو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، طالبانو د دوحې تړون خلاف په خوست ښار کې د ائتلافي ځواکونو پر پوځي اډه توغندي ویشتي دي.
خبرپاڼه وايي، دغه توغندي د بهرنیو ځواکونو له مرکز څخه لرې په یوه کلي کې د ملکي خلکو په کورونو لګېدلي، چې مرګ ژوبله نه لري.
د خوست امنیه قومندان داود امین هم وايي، له خاني خوړ سیمې د پخواني هوايي ډګر ځای ته دوه توغندي توغول شوي، چې په خبره یې یو د اوسېدو په یوه کور لګېدلی، خو تلفات نه لري.
طالبانو هم تایید کړې، چې خوست کې یې د ضربتیانو په نوم د ملېشه ځواک پر یوه مرکز توغندیز برید کړی دی او درانه زیانونه یې اړولي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دا بریدونه مني خو د امریکایي ځواکونو یادونه یې نه ده کړې، او نه هم افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونه لا په دې هکله څه ویلي.
جمهورخبري آژانس:خوست