۰

بغلان کې ملا ګجر له ۲۵ وسله والو طالبانو سره وژل شوی دی

دوشنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۳
شمال کې د پوځ چارواکي وايي، بغلان ولایت کې د دریو قوماندان په ګدون ۲۵ وسله وال طالبان د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.
بغلان کې ملا ګجر له ۲۵ وسله والو طالبانو سره وژل شوی دی
شمال کې د پوځ چارواکي وايي، بغلان ولایت کې د دریو قوماندان په ګدون ۲۵ وسله وال طالبان د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن دوشنبې د مرغومي ۲۴ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو تېره شپه په مرکزي بغلان او دهنه غوري ولسوالیو کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د بغلان مرکزي په عربانو او کوکچنار کلیو کې د طالبانو پر پټنځایونو په بریدونو کې د ملا ګچر په ګډون ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي، وسلې او پټنځایونه یې له منځه وړل شوي دي.

دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې د دهنه غوري ولسوالۍ د خواجه په کلي کې پر طالبانو په برید کې د قوماندان زبیر او قوماندان بشیر مشهور په شاهین په ګډون ۸ وسله وال وژل شوي او د هغوی د وسلو یوه زېرمه او یو عراده موټر له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي