۰

د شېرزادو په جګړه کې ۵۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

شنبی ۲۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۵
سیمه ییز چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ په موټر بم چاودنو او جګړې کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د شېرزادو په جګړه کې ۵۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
سیمه ییز چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ په موټر بم چاودنو او جګړې کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو پرون جمعه (د وري ۲۳ مه) ماښام مهال پر شېرزادو ولسوالۍ لومړی دوه موټر بم چاودنې او وروسته ډلیز وسله وال برید وکړ.

سیمه ییز چارواکي وايي، د چاودنو او جګړې له رامنځ ته کېدو سره سم نور امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل او له طالبانو سره یې سخته جګړه وکړه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي دغه جګړه د طالبانو په درنې مرګ ژوبلې او شا تګ پای ته رسېدلې ده.

خوږیاڼی وايي، په جګړه کې ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.

هغه دا هم وايي، چې په جګړه کې دوه امنیتي سرتېري هم وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي، چې د دوه تنو روغتیايي حالت نازک دی.

بل خوا وسله والو طالبانو هم د چاودنو او جګړې پخلی کړی او په کې یې د لسګونو امنیتي سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.
طالبانو د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي