۰
وحید عمر:

دولت د ترکیې ناسته کې د سولې په تړاو نوې طرحه واړندې کوي

پنجشنبه ۵ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۱۱
په عامه او ستراتېژیکو اړیکو کې د ولسمشر غني ارشد سلاکار وحید عمر وايي، هغه طرحه چې افغان حکومت به یې د سولې په تړاو د ترکیې به ناسته کې وړاندې کړي یوه ښه حل لاره وي.
دولت د ترکیې ناسته کې د سولې په تړاو نوې طرحه واړندې کوي
په عامه او ستراتېژیکو اړیکو کې د ولسمشر غني ارشد سلاکار وحید عمر وايي، هغه طرحه چې افغان حکومت به یې د سولې په تړاو د ترکیې به ناسته کې وړاندې کړي یوه ښه حل لاره وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عمر چې نن پنشنبې د وري ۵ مه کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې و ویل، چې افغان حکومت به د سولې په تړاو د استنابول په ناسته کې نوې طرحه وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه طرحه کې په اوربند ټینګار شوی تر څو له وخته وړاندې ټاکنو ته زمینه برابره شي.

د هغه په وینا کله چې یوه ډله له دولت سره په جګړه کې د سولې نیت ولري، نو اړینه ده، چې په هېواد کې په بېړنۍ توګه وینه تویدنه بنده شي.

د ولسمشر سلاکار وايي، که طالبان د اوربند خبره ومني، د سولې پروسه به خورا ګړندۍ شي.

ښاغلي عمر د دې په اړه چې طالبانو له وړاندې دا طرحه رد کې و ویل، دغه ډله عادلت لري، چې هره طرحه رد کړي او هېڅ وخت تکتیکي بحثونو ته نه دي چمتو شوي.

دی وايي، طالبان یوه تړلې ډله ده، چې هېڅ وخت انعطاف نه مني او دغه ډله باید ورو ورو خپل لید لوری د افغانستان له خلکو سره شریکه کړي.

نوموړي ټینګار وکړو چې که طالبان کومه طرحه ردوي باید بدیل یې ولري ځکه په هره موضوع کې د رد خبره ستونزې نه شي حل کولی.

وحید عمر زیاته کړه، چې د افغانستان خلکو په تېرو ۲۰ کلونو کې په نظام کې مشارکت تجربه کړی او نور دا موضوع د طالبانو په رد او تایید پورې اړه نه لري.

دی وايي، طالبان باید پوه شي، چې د افغانستان نننۍ واقعیتونه د تېر سره توپیر لري او خلک نور د طالبانو تړل شوی نظام نه غواړي.

ښاغلي عمر تر وخت وړاندې ټاکنو په اړه و ویل، ولسمشر اساسي قانون ته ژمن دی او واک به د خلکو له ارادې پرته چا ته پرېنږدي، ځکه له ټاکنو پرته د واک تر لاسه کول په هېواد کې انارشۍ او ګډوډۍ ته لار پرانیزي.

د ولسمشر سلاکار وايي، د عادلانه او تل پاتې سولې او ثبات ښه لار دا ده، چې د افغانستان خلک خپلې ارادې ته پرېښودل شي، ځکه هغه سوله چې د څو څېرو تر منځ وي، د افغانستان خلک یې سوله نه بولي او دغه ډول سوله هېواد ته ثبات هم نه شي راوستی.

ښاغلي غمر د خپلو خبرو په پای کې و ویل، دې ته په پام سره د سولې په تړاو هر کنفرانس که هغه په ترکیه کې وي او که په کوم بل ځای کې ښکاره اصل یې دا دی، چې د افغانستان خلک باید د خپل راتلونکي برخلیک او مشر په اړه خپله تصمیم ونسي او په دې برخه کې د ولسمشر دریځ روښانه دي.

وحید عمر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې راتلونکې میاشت د افغان سولې په تړاو په ترکیه کې یوه مهمه غونده وشي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي