سیمه ییز چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د یوې ګاز ډبې د چاودنې له امله یو تن وژل شوی او ۱۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د کب ۱۶ مه ماښام مهال د کونړ مرکز اسعدآباد ښار کې د یوې هټۍ مخې ته رامنځ ته شوې ده.
د کونړ امنیه قوماندان محمد یوسف مظلومیار وايي، په دغه چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې عیني شاهدان وايي، چاودنه د کبابو په یوه رستورانت کې رامنځ ته شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کونړ