۰

د طالبانو یو پلاوی ترکمنستان ته تللی دی

شنبی ۱۸ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۴۲
مسکو او تهران ته تر سفر وروسته د طالبانو د قطر سیاسي دفتر د مشر ملاعبدالغني برارد په مشرۍ طالب پلاوی د ترکمنستان په رسمي بلنه دغه هېواد ته ورغلی دی.
د طالبانو یو پلاوی ترکمنستان ته تللی دی
مسکو او تهران ته تر سفر وروسته د طالبانو د قطر سیاسي دفتر د مشر ملاعبدالغني برارد په مشرۍ طالب پلاوی د ترکمنستان په رسمي بلنه دغه هېواد ته ورغلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالب ویاند محمد نعیم وردګ په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دغه پلاوی پرون (جمعه ماښام) ازبکستان ته رسېدلی دی.

پلاوی د ترکمنستان هېواد په رسمي بلنه هلته تللی، چې وردګ په وینا له ترکمن چارواکو سره به دواړو هېوادونو ترمنځ مسائلو، تجارتي اړیکو، سیاسي پرمختګونو او نورو اړوندو موضوعاتو بحث او د نظر تبادله وشي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د ملاعبدالغني برارد په مشرۍ یو پلاوی ایران او د شېرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ پلاوی مسکو ته تللي و.

تهران ته تللي پلاوی په یوه خبري کنفرانس کې ویلي و، چې که بهرني ځواکونو د دوحې تړون سره سم تر ټاکلې نېتې افغانستان پرېنږدي دوی به یې پر وړاندې بیا جګړه پیل کړي.

خو مسکو ته تللي پلاوی او  دغه پلاوي مشر ستانکزي بیا داسې څرګندونې وکړې، چې د افغان حکومت او خلکو سخت غبرګونونه یې راوپارل.

شېرمحمد عباس ستانکزي مسکو کې د خبري ناستې پر مهال و ویل، چې که ولسمشر غني واک پرېږدي او جګړه ودوري دوی به سوله وکړي.

د طالبانو پلاوي پر داسې مهال د سیمې هېوادونو ته سفرونه پیل کړي، چې د افغان دولت مرکچي پلاوی له تېرو دریو اونیو راهیسې ورته انتظار دی، چې بین الافغاني خبرې ورسره وکړي.

افغان پلاوی طالب پلاوی تورنوي، چې د سولې د خبرو پر ځای یې د سیمې هېوادونو ته سفرونه پیل کړي او رسمي خبرو ته نه حاضرېږي، چې ورسره د سولې خبرې په ټپه درېدلې دي.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د سولې خبرې په ټپه نه دي درېدلې، بلکې دوام لري او طالب پلاوي د ځینو نورو کارونو لپاره سفرونه پیل کړي دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي