۰
د طالبانو د مرکچي پلاوی غړی سهیل شاهین:

امریکا راسره منلې، دا حکومت به له منځه ځي او نوی حکومت به رامنځ ته کېږي

سی شنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۲
دوحه کې د طالبانو د مرکچي پلاوی یو غړی سهیل شاهین وايي، دوی هیله من دي د مذاکراتو په نتیجه کې پر یوه داسې ټول شموله نظام سلا شي، چې ټولو افغانانو ته د منلو وي.
امریکا راسره منلې، دا حکومت به له منځه ځي او نوی حکومت به رامنځ ته کېږي
دوحه کې د طالبانو د مرکچي پلاوی یو غړی سهیل شاهین وايي، دوی هیله من دي د مذاکراتو په نتیجه کې پر یوه داسې ټول شموله نظام سلا شي، چې ټولو افغانانو ته د منلو وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي شاهین تهران کې خبري کنفرانس ته ویلي، چې دوی په دوحه کې له ټولو افغاني اړخونو سره په مذاکراتو بوخت دي او هیله من دي، پر یوه داسې ټول شموله نظام سلا شي، چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وړي.

ده ویلي، دهغې موافقې له مخې، چې طالبانو له امریکا سره لاسلیک کړې په یوه برخه کې راغلي چې په راتلونکي کې یو اسلامي حکومت جوړېږي.

نوموړي زیاته کړې، دا په دې معنی چې د کابل اوسنۍ اداره له منځه ځي او یو بل حکومت به رامنځته کېږي چې نظام به یې اسلامي وي.

که څه هم شاهین زیاته کړې، چې دوی افغان حکومت په رسمیت نه بلکې د قضیې د یوه اړخ په توګه پېژني خو ټينګار یې کړي، چې طالبان د قدرت د انحصار هڅه نه کوي.

هغه ویلي«هڅه کوو کو د مذاکراتو په نتیجه کې پر یوه داسې ټول شموله نظام سلا شو، چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي، موږ د قدرت د انحصار هڅه نه کوو.»

په ورته وخت کې شاهین له افغانستان د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې ګواښ کړی، چې که د دوحې له تړون سره سم تر ټاکلې نېټې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ونوځي طالبان به یې پر وړاندې بیا جګړه پیل کړي.

دغه پلاوي ټینګار کړي، چې د دوحې د هوکړې له مخې له ۱۴ میاشتو وروسته په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو پاتې کېدل د دې هېواد د اشغال په مانا دي.

طالبان پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې ناټو چارواکو په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوی ښايي په ټاکلې موده له افغانستان څخه خپل سرتېري ونه شي ایستلی.

د ناټو چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط لوېدیځو رسنیو ته ویلي، دوی وړاندې هم ویلي و، چې له افغانستانه وتل به یې په شرایطو پورې اړه لري، چې په وینا یې اوس شرایط نه دي برابره چې دوی تر مۍ میاشتې پورې ووځي.

بل خوا دا هم ویل کېږي، چې د جوبایډن په مشرۍ د امریکا نوې ادارې له طالبانو سره د شوې تړون بیا ارزونه پیل کړې او که چېرې ناسمه ورته وبرېښي، ښايي له تړون په شاه او لغوه یې کړي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، دفاع وزیر او د ملي امنیت سلاکار ویلي، طالبانو د دوحې تړون ژمنې نه دي عملي کړې.

له دې سره د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار ادارې یا سیګار په تازه راپور کې هم ویل شوي، چې ښکاري طالبان د دوحې تړون ته ژمن پاتې نه شي، ځکه په وینا یې دغه ډلې د تړون خلاف د افغان ځواکونو پر ضد بریدونه ډېر کړي دي.

خو طالبانو دا ادعاوې رد کړې ویلي یې دي، دوی د دوحې تړون ته ژمن دي او له مقابل لوري هم غواړي، چې تړون ته ژمن پاتې او عمل پرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي