۰

افغان مرکچي پلاوی د ناټو غړو هېوادونو له سفیرانو سره خبرې کړې

سی شنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۲
دوحه کې د افغان دولت د مذاکراتي ټیم غړو د ناټو د غړو هېوادونو له سفیرانو سره غونډه او پر افغان سوله خبرې کړې دي.
افغان مرکچي پلاوی د ناټو غړو هېوادونو له سفیرانو سره خبرې کړې
دوحه کې د افغان دولت د مذاکراتي ټیم غړو د ناټو د غړو هېوادونو له سفیرانو سره غونډه او پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، غونډه پرون دوشنبې د سلواغې ۱۳ مه په انلاین ډول شوې، چې په کې د مذاکراتي ټیم مشر محمد معصوم ستانکزي او یو شمېر غړو ګډون درلود.

سرچینه زیاتوي، چې مذاکراتي ټیم غړي د ناټو د غړو هېوادونو له سفیرانو سره په افغانستان کې د دایمي اوربند پر اړتیا او نورو موضوعاتو بحث وکړ.

دغه وزارت په څو پرلپسې ټوېټونو کې ویلي، چې په دې ناسته کې د بشري، ښځو او اقلیتونو د حقونو په ملاتړ کې د ناټو پر همکاریو هم خبرې شوې دي.

یاد وزارت وايي، د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي، سټیفانو پونتيکوروو وویل، چې ناټو د افغانستان د سولې بهیر په تړاو خپلو ژمنو ته ژمن دي.

افغان مرکچي پلاوی د ناټو له سفیرانو سره پر داسې مهال غونده کوي، چې له تېرو کابو دوه اونیو راهیسې د دوی او طالبانو تر منځ خبرې ځنډېدلې دي.

افغان پلاوي طالبان تورن کړل، چې د سولې د بین افغاني مذاکراتو پر ځای یې ځینې هېوادونو ته سفرونه پیل کړي او د خبرو مېز ته نه کېني.

د دولت پلاوي ویلي، چې دوی هره ګړۍ له طالب پلاوي سره خبرو ته چمتو دي، خو په وینا یې طالبان له خبرو ځان غړوي.

طالبان بیا وايي، خبرې په ټپه نه دي درېدلې، بلکې دوام به ولري خو دا چې کله کله وقفه په کې راځي هغه د دې له امله ده، چې طالب مشران د ځینو کارونو لپاره نورو هېواونو ته سفر کوي.

په ورته وخت کې تحلیل دا دی، چې تر هغې ښايي د دولت او طالب لوري تر منځ خبرې ونه شي، تر چې د جوبایډن په مشرۍ د امریکا د نوې ادارې پالیسي د افغانستان او په ځانګړي ډول د دوحې د تړون په اړه روښانه شوې نه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي