سیمه ییز چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې یو لوړ پوړی غړی او د جلب و جذب مسوول نیولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي مطبوعاتي دفتر ویلي، نیول شوی کس تسل عزیز نومېږي او د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی.
خبرپاڼه کې ویل شوي تسل عزیز د داعش ډلې د جلب و جذب مسوول و، چې د جلال آباد ښار دویمې ناحیې اړوند سیمه کې نیول شوی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نیول شوي داعشي په خپلو اعترافاتو کې خپل جرم منلی دی.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار