کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل هغه کس نیولی، چې له یوه صراف څخه یې ۱۸۰۰۰۰ زره افغانۍ تښتولې وې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن پنشنبې د لیندۍ ۲۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه د پيسو غل قاسم نومېږي او له یوه صراف څخه یې د سپرې پاشلو په واسطه د اطلاعاتو کلتور وزارت مخې ته ۱۸۰۰۰۰ افغانۍ تښتولې وې.
سرچینې زیاته کړې، چې قاسم نومی د پيسو غل پرون چهارشنبې د لیندۍ ۲۶ مه د پولیسو له خوا د کابل ښار د دویمې ناحیې اړوند سر زیر زمیني په سیمه کې ونیول شو.
د کورنیو چارو وزارت وايي، له قاسم نومي څخه دوه د مرچو سپرې هم تر لاسه شوې دي.
دغه وزارت خبرداری ورکوي، چې غله، انسان تښتوونکي، د عامه نظم ګډوډونکي او جنایتکاران امن ځای نه لري او پولیس يې په تعقیب کې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل