۰

کابل کې د داعش دوه غړي نیول شوي دي

چهارشنبه ۵ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۳
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د داعش وسله والې ډلې دوه غړي نیولي دي.
کابل کې د داعش دوه غړي نیول شوي دي
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د داعش وسله والې ډلې دوه غړي نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د وزارت خبرپاڼه کې راغلي، چې د پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې عملیات کړي او د داعش دوه غړي یې نیولي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، له نیول شویو داعشیانو داسې اسناد او شواهد چې د دوی پر داعشتوب دلالت کوي او دغه راز ۱۵۷۳۰۰ افغانۍ او زر ډالر هم ترې تر لاسه شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې نیول شوي کسان دا مهال تر پلټونو لاندې دي او دوسیه یې اړونده ارګانونو ته سپارل شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي