سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ برید کړی، چې تر اوسه پورې جګړه روانه ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندزو د والي ویاند عصمت الله مرادي زیاتوي، طالبانو تېره شپه په دشت ارچي ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په جګړه کې درې د پوځ سرتېري او ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۳ طالبان او ۳ سرتېري ټپيان شوي دي.
دی وايي، جګړه اوس هم روانه ده، خو سیمې ته د افغان سرتیرو د مرستې لپاره هوايي او ځمکني ځواکونه رسېدلي دي.
هغه د دشت ارچي د سقطو اوازې رد کړې وايي، ځینې سیمې طالبانو لاندې کړې خو اوس د افغان هوايي ځواک بریدونه پرې روان دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل