قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر تاییدوي، چې د افغانستان د ملي یووالي او سولې جبهې د دوی له استازو سره خبرې اترې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس له مخې قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وردګ ویلي، چې د افغانستان له خلکو سره د طالبانو د قطر دفتر د تماس ډلې مشر مولوي شهاب الدین دلاور د افغانستان د ملي یووالي او سولې جبهې له مشر ګل رحمان قاضي او نورو غړو سره د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه ویډیويي کنفرانس کې دواړو لورو د سولې پروسې د وروستیو جریاناتو په اړه په تفصیل خبرې وکړې او د سولې بهیر پر دوام یې تيڼګار وکړ.
په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
د یادونې ده، چې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ له تېرو دوه میاشتو راهیسې د سولې خبرې پیل شوې، خو لا هم پر اجنډا او کاري اصولو توافق ته نه دي رسېدلي.
جمهورخبري آژانس:کابل