د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وايي، هېواد یې له ایران سره د افغان سولې څخه په ملاتړ توافق کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ایران له بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
د سرچینې په وینا جواد ظریف پرون چهارشنبې د لړم ۲۱ مه اسلام آباد ته ورغلی او د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره یې لیدلي دي.
خبرپاڼه کې د قریشي له قوله ویل شوي، چې په افغانستان کې تل پاتې سوله د سیمې د تل پاتې ثبات لپاره خورا مهم امر دی.
قریشي ویلي، بین الافغاني خبرو په افغانستان کې د سولې لپاره یو تاریخي فرصت دی، چې ټول اړخونه باید ترې په بنسټیزه توګه ګټه واخلي.
په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر قریشي او د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره یې لیدلي دی.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه لیدنه کې یې له پاکستاني چارواکو سره د سیمې د مسایلو په اړه د تهران او اسلام آباد پر همغږۍ او دغه راز د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل