ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو په دفاعي عملیاتو کې په بلخ، بغلان او اروزګان ولایتونو کې ۴۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن دوشنبې د لړم ۱۹ مه بېلا بېلو خبرپاڼو کې ویلي، طالبانو ته یاد شمېر مرګ ژوبله تېره شپه اوښتې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، طالبانو تېره شپه د بلخ ولایت رازع ولسوالۍ کې بریدونه پیل کړل، چې افغان ځواکونو له ځوابیه ځمکنیو او هوایي بریدونو سره مخ شول.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي بریدونو کې ۹ طالبان وژل شوي او د هغوی څو سمه څیزه سنګرونه له منځه وړل شوي دي.
په ورته وخت کې دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو د اروزګان په ګیزاب او د مرکز ترنیکوټ په اړوند نچین سیمه کې هم پر طالبانو بیدونه کړي دي.
د دفاع وزرات په وینا دغلته د هوایي برید پر مهال ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان، ۹ میله ډول ډول وسلې، یو ضربه هاوان او دوه پټنځایونه یې له منځه وړل شوي دي.
وزارت په همدې خبرپاڼه کې په کندهار او زابل ولایتونو کې د طالبانو له خوا د اېښودل شویو ۱۷ کړۍ ماینونو د کشف او شنډولو خبر هم ورکړی دی.
دغه راز دفاع وزارت زیاته کړې، چې افغان هوايي ځواک بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په جلوګیر سیمه کې د طالبانو پر یوه غونده برید کړی دی.
سرچینه وايي، په دغه هوايي برید کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي، ۷ نور ټپیان، ۲ عرادې موټر سایکلونه او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
طالبانو تر اوسه د درې واړه پېښو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل