۰

کابل کې ۸ تنه مجرمین نیول شوي دي

سی شنبه ۶ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۷
د کورنیو چارو وزارت وايي، د امنیه قوماندانۍ پولیسو پلازمېنه کابل کې ۸ تنه مجرمین د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.
کابل کې ۸ تنه مجرمین نیول شوي دي
د کورنیو چارو وزارت وايي، د امنیه قوماندانۍ پولیسو پلازمېنه کابل کې ۸ تنه مجرمین د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن سه شنبې د لړم ۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه کسان د کابل ښار او ولسوالیو اړوند سیمو کې نیول شوي دي.

سرچینه کاږي، چې یاد مجرمین د پولیسو د اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې د کابل ښار په لومړۍ، درېیمه، څلورمه، اومه او نهمه ناحیه او همدارنګه پغمان، میربجه کوټ او قرباغ ولسوالیو کې نیول شوي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، دغه کسانو د وژنې، غیرقانوني وسلو لېږد، د لېږدوونکو وسایطو د غلا، د څارنوالۍ د قرار، د عامه امن او نظم د اخلال، دوکې، ژوبلې او شکونې پېښو کې لاس درلود.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له دې کسانو څخه یو میل کلاشینکوف او یو عراده لېږدوونکې واسطه هم ترلاسه شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي