سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت وايي، ډېر ژر به په دغه هیواد کې بندي ۶۰۰ تنه افغانان خپل هېواد ته ولېږدول شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره په ریاض کې د افغانستان سفیر احمد جاوید مجددي د سعودي له الاخباریه تلویزوني شبکې سره خبرو کې کړې ده.
نوموړي ویلي، ټاکل شوې چې ۵۹۷ هغه افغانان چې دا مهال د سعودي په زندانونو کې پراته دي خپل هېواد ته انتقال شي.
د هغه په وینا دا بهیر څو میاشتې وړاندې پیل شوی وای، خو د کورونا ناروغۍ د نړیوالې پراختیا له کبله پکې تر اوسه ځنډ راغی.
په سعودي کې افغان سفیر د جاوید مجددي زیاتوي، چې دا افغان بندیان به د عربستان د حکومت په لګښت افغانستان ته انتقال شي.
جمهورخبري آژانس:کابل