د پروان سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د بګراه نظامي اډې شبږ تنه کارکوونکي په یوه وسله وال برید کې وژلي دي.
د جمهورآژانس د خبر له مخې د پروان د والي ویانده وحیده شهکار زیاتوي، چې دغه پېښه تېره شپه (د وري ۲۸مه) د بګرام هوايي اډې په څو مترۍ کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړې زیاته کړې، چې د بګرام نظامي اډې ۹ تنه کارکوونکي خپلو کورونو ته روان و، چې وسله والو طالبانو پرې برید کړی او شپږ تنه یې ترې وژلي دي.
د والي د ویاندې په وینا د دغه کارکوونکو په متقابل برید کې یو وسله وال طالب هم ټپي شوی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل