د نړۍ اووه ستر صنعتي هېوادونو یا جي اووه مشران د کرونا ویروس د مخنیوي په اقداماتونو خبرې کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اووه سترو صنعتي هېوادونو کې متحده ایالات، فرانسه، جرمني، انګلستان، ایټالیا، کاناډا او جاپان شامل دي.
سپینه ماڼۍ وايي، په دې غونډه کې به د جي اووه هېوادونونو مشران د کرونا ویروس د ناروغۍ د مخنیوي پر اقداماتو مفصلې خبرې اترې وکړي.
دغه غونډه به نن دوشنبې د کب ۲۶ مه و د یوډیويي کنفرانس له لارې وشې.
د یادونې ده، چې کرونا ویروس اوس د ړۍ ټولو هېوادونو ته خپور شوی او په دې وروستو کې یطد مخینوي هڅې هم په چټکۍ روانې دي.
د وروستیو راپورونو له مخې، دغې ناروغۍ تر اوسه په ټوله نړۍ کې شپږ نیم زره کسان وژلي او تر ۱۷۰ زره ډېر نور ورباندې اخته شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل