۰
سعودي عربستان:

مسلمانان دې د حج مراسمو ته تیاری نه نیسي

چهارشنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۰
د کرونا ویروس د پراختیا له امله سعودي عربستان د نړۍ پر مسلمانانو غږ کړی چې د حج مراسموته دې تیاری نه نیسي.
مسلمانان دې د حج مراسمو ته تیاری نه نیسي
د کرونا ویروس د پراختیا له امله سعودي عربستان د نړۍ پر مسلمانانو غږ کړی چې د حج مراسموته دې تیاری نه نیسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سعودي عربستان ویلي، اسلامي هېوادونه دې تر دویمې اطلاعیې پورې په تمه وي.

سعودي عربستان داسې مهال دغه اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۱۵۶۳ ته رسېدلی دی.

د وروستیو راپورونو له مخې په نړۍ کې د کرونا ویروس د مړو شمېر تر ۴۲ زره او د اخته کسانو شمېر تر ۸۵۸ زرو واوښته.

د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۸۵۸۶۶۹ ته رسېدلی او د مړو شیو کسانو شمېر بیا ۴۲۱۵۱ دی او دغه  راز تر دې دمه ۱۷۸۰۹۹ کسان بېرته رغېدلي دي.

امریکا بیا هم د اخته کسانو له اړخه د لېست په سر کې ده او تر دې دمه ۱۸۸۵۳۰ مثبتې پېښې په دغه هېواد کې ثبت شوې او ۳۸۸۹ کسه یې په دغه هېواد کې مړه کړي دي.

ایټالیا بیا د کرونا له امله د مړینې تر ټولو لوړه شمېره لري چې تر اوسه ۱۲۴۲۸ کسه مړه شوي او ۱۰۵۷۹۲کسه نور پر دې ویروس اخته شوي دي.

په فرانسه کې ۹۵۹۲۳، په چین کې ۸۱۵۱۸، په جرمني کې ۷۱۸۰۸، په فرانسه کې ۵۲۱۲۸، په ایران کې ۴۴۶۰۵، په برېتانیا کې ۲۵۱۵۰، په ترکیه کې ۱۳۵۳۱، په پاکستان کې ۱۹۳۸، په سعودي عربستان کې ۱۵۶۳ کسه په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.

په افغانستان په دغه ویروس د خته کسانو شمېر ۱۹۶ تنو ته رسېدلي، چې څلور تنه ترې مړه شوي او پنځه نور ترې رغېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي