۰

اروپایي ټولنې افغانستان کې د کرونا مخنیوي لپاره د اوربند غوښتنه کړې

چهارشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۴۱
د کرونا ویروس د خپرېدو د مخینوي په پار د طالبانو تر څرګندونو وروسته اروپايي ټولنې په افغانستان کې د کرونا د مخنیوي لپاره د اوربند غوښتنه کړې ده.
اروپایي ټولنې افغانستان کې د کرونا مخنیوي لپاره د اوربند غوښتنه کړې
د کرونا ویروس د خپرېدو د مخینوي په پار د طالبانو تر څرګندونو وروسته اروپايي ټولنې په افغانستان کې د کرونا د مخنیوي لپاره د اوربند غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پرون په یوه ټوېټ کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره له نړیوالو روغتیايي موسسو او د روغتیا نړیوال سازمان سره همکارۍ او همغږۍ ته چمتو دي.

د طالبانو تر دغه خبرو وروستهپه افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازي رولانډ کوبیا ویلي، هر وګړی له کرونا وېروس څخه د خوندیتوب حق لري.

نوموړي ټینګار کړي، چې د دې خوندیتابه لپاره باید لومړی ګام په افغانستان کې اوربند وي او ښکېلې غاړې اوربند وکړي.

کوبیا په خپل ټویټر لیکلي، چې پر مرستندویه توکو دې مالیه ختمه او اغېزمنو سیمو ته د لاسرسي په موخه دې د امنیت تضمین وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي