۰
کاملوف:

ازبکستان د افغان سولې مذاکراتو کوربتوب ته چمتو دی

چهارشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۳
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف وايي، هېواد یې چمتو دی، چې د افغانستان د سولې د راتلونکو مذاکراتو کوربتوب وکړي.
ازبکستان د افغان سولې مذاکراتو کوربتوب ته چمتو دی
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف وايي، هېواد یې چمتو دی، چې د افغانستان د سولې د راتلونکو مذاکراتو کوربتوب وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کاملوف دغه څرګندونې پرون سه شنبې د مرغومي ۲۴ مه د هند پلازمېنه ډیلي کې د رایزانا ناستې په څنډه کې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب سره کتنه کې کړې دي.

د ملي امنیت شورا وايي، ښاغلي کاملوف ویلي، چې ازبکستان د افغان دولت په مالکیت او مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ کوي.

نوموړي دا هم ویلي، زیاته کړې، چې هېواد یې دې ته چمتو دی، چې د افغانستان د سولې د راتلونکو مذاکراتو کوربتوب وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي، چې د افغانستان د سولې د پروسې د بريا لپاره د سيمې د نورو هېوادونو ملاتړ ته هم اړتيا لري.

د یادونې ده، چې ښاغلي محب له ښاغلي کاملوف سره د سولې تر څنګ د دواړو هېوادونو، په سوداګریزو، ترانزیټي او تعلیمي اړیکو پر پراختیا هم خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي