۰

زابل کې د نظامي مسوول په ګډون ۳۱ طالبان وژل شوي

سی شنبه ۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۷
ملي دفاع وزارت زابل ولایت کې د افغان هوايي ځواک په یوه برید کې د یوه نظامي مسوول په ګډون د ۳۱ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
زابل کې د نظامي مسوول په ګډون ۳۱ طالبان وژل شوي
ملي دفاع وزارت زابل ولایت کې د افغان هوايي ځواک په یوه برید کې د یوه نظامي مسوول په ګډون د ۳۱ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن سه شنبې د لړم ۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان هوايي ځواک د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې پر طالبانو هوايي برید کړی.

سرچینه زیاتوي په دغه هوايي برید کې د طالبانو د نظامي مسوول مولوي بریالي په ګډون ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دفاع وزارت زیاتوي، افغان ځواکونو په دې وروستیو کې د طالبانو پر ضد عملیات پراخ کړي، چې په ترڅ کې یې هغوی ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي