د روسې دفاع وزارت ویلي، یو روسي سرتېري خپل اته تنه همکاران په ډزو وژلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون جمعه د لړم ۳ مه د ټرانسبایکال سیمې په ګورنې کلي کې شوې ده.
د روسیې دفاع وزارت ویلي پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې د پوځي مرکز ساتونکو د پیرې نوبت بدلېده.
د برید کوونکي پوځي هویت نه دی په داګه شوی خو چارواکي وايي، په پېشه کې دوه افسران او شپږ نور سرتېري وژل شوي دي.
د روسي چارواکو په وینا برید کوونکی پوځي په رواني ناورغۍ اخته و او دا مهال په توفقف کې ساتل شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل