د ولسمشرۍ ټاکنو یو نوماند محمد حنیف اتمر وايي، نه په راتلونکو ټاکنو کې ګډون کوي او نه هم له کوم بل نوماند څخه ملاتړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اتمر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، که ټاکنې ځنډېږي نو د ده د نوماندۍ حق خوندي دی.
سرچینه کاږي، چې په راتلونکو ټاکنو کې به اتمر بې طرفه پاتې شي او د هېڅ بل نوماند څخه به ملاتړ ونه کړي.
د یادونې ده، تر دې وړاندې داسې راپورونه و، چې ګڼې اتمر د محمد اشرف غني په مشرۍ له دولت جووړنکي ټیم سره جوړجاړی کړی او ښايي د هغه په ګټه تېر شي.
جمهورخبري آژانس:کابل