۰

حنیف اتمر: هیله ده چې دا اوربند به دوامدار شي

یکشنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۷
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د افغان حکومت او طالبانو له خوا د اوربند اعلان ستایلی او وايي، تمه ده، چې دا اوربند اوږد مهاله شي.
حنیف اتمر: هیله ده چې دا اوربند به دوامدار شي
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د افغان حکومت او طالبانو له خوا د اوربند اعلان ستایلی او وايي، تمه ده، چې دا اوربند اوږد مهاله شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دې پرمختګ د هرکلي تر څنګ پر ټوېټر لیکلي«هیله ده چې دا اوربند به دوامدار شي او په افغانستان کې تل پاتې سولې ته به لار جوړه کړي.»

باید و ویل شي، چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او طالبانو له خوا اوربند نه یوازې په کور د ننه بلکې په نړیواله کچه هم ستایل شوی او ملاتړ یې شوی دی.

امریکا، بریتانیا، اروپايي اتحادیې، ناټو، روسیې، چین، او یو شمېر نورو هېوادونو د افغان ولسمشر دغه بې ساری ګام ستایلی دی او تمه یې ښودلې، چې دا اوربند اوږد او د دې سبب شي، چې د حکومت او مخالفینو تر منځ د سولې خبرو ته لار هواره کړي.

په کور د ننه هم د دواړو لورو له دغه اقدام څخه په بې ساري ډول ستاینه، هرکلي،
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دې پرمختګ د هرکلي تر څنګ پر ټوېټر لیکلي«هیله ده چې دا اوربند به دوامدار شي او په افغانستان کې تل پاتې سولې ته به لار جوړه کړي.»
ملاتړ او د اوربند د اوږدېدو تمه شوې ده.

په پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر ملاعبدالسلام ضعیف هم دغه کار د سولې له پاره یوه ښه پیلامه بللې او ویلي یې دي، چې له دغه فرصته باید د جګړې د پای ته رسېدو او داسیمې سولې له پاره ګټه واخستل شي.

ښاغلي ضعیف پر ولس غږ کړی، چې په همدې موده کې له دواړو لورو سره وګوري، د اوربند د اوږدېدو غوښتنه ترې وکړي، ځکه د ده په وینا امکان شته او کولای شي دواړه لوري دغه اوربند وغځوي.

ښاغلی ضعیف ټینګار کړی او ویلي یې دي، «د اوربند موده دې "دریو میاشتو" ته وغځول شي، ولس د دې لپاره کوښښ وکړي او د اوربند د مودې د غځولو لپاره د غوښتنه وکړي  دا ممکنه ده.»

له هلمند د کابل پر لور د سولې راخوځېدلي کاروان چې اوس غزني ولایت ته رسېدلی هم د دغه اقدام هرکلی کړی او دواړو لورو یې غوښتي، چې د اروبند د اوږدېدو او د سولې د مذاکراتو له پاره نور هم وړاندې ولاړ شي.

دوی وايي، نور ولس له مرګونو تر پوزې راغلی، زغم نه لري او یوازې یوازې د سولې او ثبات په ارمان دي.

باید و ویل شي، چې د اوربند اعلان لومړی افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې پنشنبې د غبرګولي ۱۷ وکړه او ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یې امر وکړ، چې د روژې له ۲۷ مې د اختر تر ۵ مې پورې په افغان طالبانو
ښاغلی ضعیف ټینګار کړی او ویلي یې دي، «د اوربند موده دې "دریو میاشتو" ته وغځول شي، ولس د دې لپاره کوښښ وکړي او د اوربند د مودې د غځولو لپاره د غوښتنه وکړي دا ممکنه ده.»
خپل هر ډول بریدونه ودروي.

ښاغلي غني ویلي و دغه پرېکړه یې د علماو شورا د متفقې فتوا چې افغانستان کې یې روانه جګړه ناروا بللې و او د اوربند ضمني غوښتنه یې کړې وه، په درناوي کړې ده.

هغه مهال ولسمشر غني په خپل ویډیويي پیغام کې و ویل، چې هیله لري طالبان هم اوربند اعلان کړي او د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.

د ولسمشر غني تر دغه یو اړخیز اوربند یوازې دوه ورځې وروسته وسله والو طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره اوربند اعلان کړ.

د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له ادارسه په خپره شوې خبرپاڼه کې ټولو طالب جنګیالیو ته امر شوی و، چې د اختر لومړی، دوهمه او درېمه پر کورنیو مخالفینو(افغان دولت) خپل هر ډول تعرضي بریدونه ودروي، بندیانو ته د هغوی له کورنیو سره د ملاقات زمینه برابره او هغه بندیان چې حکومت ته د بیا ورګرځېدو هوډ نه لري او ضمانت ورکولی شي د خلاصون له پاره هڅه وکړي.

دغه راز طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر اعلامیې سربېره له رسنیو سره په خبرو کې و ویل، چې دوی اوربند ته پابند دي خو که برید پرې وشي نو د دفاع حق لري.

هغه دا هم و ویل، چې د دولت ټول نظامي او ملکي کارکوونکي کولای شي په آرامه او ډاډمنه فضا کې خپلو سیمو ته ولاړ شي او د ختر خوښۍ او مراسم ولمانځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي