د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري پر مسلمانانو غږ کړی، چې پر امریکا، اروپا، روسیې او اسرائیلو بریدونه تر سره کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې الظواهري دغه غږ د سپټمبر د بریدونو د اتلسمې کلیزې سره سم د رسنۍ صحاب له لارې په یوه خپره کړې ویډیو کې کړی دي.
نوموړي په دغه ویډیو کې هغه جهادیان هم غندلي، چې د ده په خبره د سپټامبر د یوولسمې برید یې نه ستایلی یا یې په زندان کې فکر اړول شوی دی.
راپورونه وایي، ځیني بندي جهادیانو ویلي، چې د سپټمبر په بریدونو کې مکلیان وژل شوي، چې د ښایي د االظواهري اشاره هم همدې کسانو ته ویلي.
د القاعده شبکې مشر پر جهادیانو غږ کړی، چې د امریکا، اسراييلو او غربي ګټو په اهدافو دې سخت بریدونه وکړي.
د یادونې ده، چې ۱۸ کاله وړاندې د القاعدې ۱۹ غړو امریکا کې پر ځینو ودانیو د الوتکو پر مټ بریدونه وکړل، چې په کې تر ۳ زره زیات امریکايي وګړي و وژل شول.
له هغې وروسته امریکا په القاعدې شبکې پسې عملیات پیل کړل او افغانستان کې د جګړې له پيلولو لس کاله وروسته یې په ۲۰۱۱ کال د القاعدې مشر اسامه بن لادن ایبټ اباد کې وواژه.
جمهورخبري آژانس:کابل