۰

پوتین هند ته ځي، ښايي پر افغانستان هم خبرې وکړي

دوشنبه ۱۵ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۳۲
ټاکل شوې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین په یوه رسمي سفر هند ته ولاړ شي او له هندي چارواکو سره د نورو مسایلو تر څنګ به د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي.
پوتین هند ته ځي، ښايي پر افغانستان هم خبرې وکړي
ټاکل شوې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین په یوه رسمي سفر هند ته ولاړ شي او له هندي چارواکو سره د نورو مسایلو تر څنګ به د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پوتین نن دوشنبې د لیندۍ ۱۵ مه هند ته ځي او د دغه هېواد له لومړي وزیر نریندرا مودي سره به وګوري.

له مودي سره د پوتین د لیدنې اساسي موضوع به د انرژۍ او وسلو پر خرڅلاو متمرکز وي، خو کېدای شي د افغانستان په اړه هم سره خبرې وکړي.

ځکه څو ورځې وړاندې هند کې د روسیې سفیر ویلي و، چې هېواد یې د هند له هغو اندېښنو سره همغږی دی، چې د افغانستان د وضعیت په اړه یې لري.

هند ته د پوتین سفر پر داسې مهال تر سره کېږي، چې ټاکل شوې د هند او روسیې د بهرنیو چارو او دفاع وزیران هم به نېږدې راتلونکې کې د افغانستان په اړه یوه ګډه غونډه ولري.

د دوی د غونډې مهمه موضوع به د افغانستان وضعیت وي، ځکه روسیه او هند په سیمه کې د افغانستان د اوسني وضعیت او امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه لري.

ډېره اندېښنه هم د هند ده او هغه له همدې امله غواړي، چې د روسیې سره د افغانستان په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړي.

پر دې سربېره به غونډه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، پر سیاسي او نظامي همکاریو او د دواړو لورو ترمنځ د تماسونو پر ډېرولو هم بحث کېږي.

دوی به په پای کې د افغانستان په اړه یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړي چې په هغه کې به یې خپلې اندېښنې او وړاندوینې شریکې کړې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي