۰

روسیه او اروپايی ټولنه پر افغانستان غږېږېدلي

پنجشنبه ۱۸ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۲
ټاکل شوې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اروپايي ټولنې د شورا رییس چارلز مېشل د افغانستان په اړه تلېفوني خبرې وکړي.
روسیه او اروپايی ټولنه پر افغانستان غږېږېدلي
ټاکل شوې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اروپايي ټولنې د شورا رییس چارلز مېشل د افغانستان په اړه تلېفوني خبرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کرملین وايي، په دې مکالمه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت، د ترهګرو ګواښونه، احتمالي خطرونه او راتلونکي وضعیت خبرې شوې دي.

د کرملېن په خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړو لورو ټینګار کړی چې په افغانستان کې به د یوه پیاوړي نظام د جوړولو لپاره هڅه کوي او په دې تړاو له هر ډول بین الافغاني خبرو ملاتړ کوي.

اروپايي ټولنې او روسیې دغه راز ویلي، له افغانستان سره به د امنیت او سولې د راتګ په برخه کې مرستې کوي او هڅه کوي له دغه هېواد بل هېڅ هېواد ته ګواښونه او خطرونه جوړ نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې اروپايي ټولنې د طالبانو له خوا د افغانستان د نوي حکومت پر جوړښت نیوکه کړې وايي، دغه کابینه ټولشموله نه ده.

ملګرو ملتونو هم د طالبانو کابینې ته په غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات لپاره د ټولو اړخونو ملاتړ ته اړتیا ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي