۰

کابل کې یو خطرناک مجرم نیول شوی دی

چهارشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۳
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې یو مشهور او خطرناک مجرم نیولی دی.
کابل کې یو خطرناک مجرم نیول شوی دی
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې یو مشهور او خطرناک مجرم نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن دوشنبې د وږي ۲۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه مجرم اجمل نومېږي او په اجمل تیت مشهور وو.

سرچینه زیاتوي، چې اجمل تیت تېره ماښام، د میربچه کوټ ولسوالۍ د بابه قشقار په سیمه کې د پولیسو له خوا ونیول شوو.

خبرپاڼه کې ویل شوي، نوموړي مجرم په کابل ښار او ولسوالیو کې په وسله والو غلاو، چپاولګرۍ او لارشکونو کې لاس درلود.

کورنیو چارو وزارت وايي، اجمل تیت هم د غلو او جنایتکارانو د مهمې ډلې د مشر عنایت قیچي ډلې غړی وو.

باید و ویل شي، چې عنایت قیچي هم څه موده وړاندې کابل ښار کې د پولیسو سره په یوه نښته کې و وژل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي