روسیه وایي، امریکا په سوریه کې د وسله والو مخالفینو د روزلو تر څنګ د دې هېواد طبعي زېرمې په غیر قانوني توګه باسي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د روسیې د وسله والو ځواکونو قومندان سرګي رودسکوي کړې او ویلي یې دي، چې امریکایان په ډېره سادګۍ د سوریې طبعي زېرمې غلا کوي.
جنرال رودسکوي ویلي، دا زېرمې چې په فرات سیمه کې دي له څه مودې راهسي پکې غیر قانوني کېندنې کېږي.
د هغه په وینا په کوناکو، العمر او تاناک سیمو کې هم د نفتو زېرمې په ډېرې اسانۍ ایستل کېږي او په مجرمانه ډول باندې د سوریې له پولو بهر ته قاچاق کېږي.
دی وايي، امریکا اوسمهال په یادو سیمو کې د خپلو کار کوونکو شمېر ډېروي په داسې حال کې چې په دې سمیو کې د امریکایي کارکوونکو شمېر ۳۵۰۰ کسانو ته رسېږي.
د روسیې د وسله والو ځواکونو قومندان ټینګار کړي امریکا هڅه کوي د ماهي نیولو په موخه اوبه خړې کړي، نو له همدې امله په دې هېواد کې د تاوتریخوالي د کمولو مخنیوی کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل