د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین وایي، روسیه چمتو ده، چې له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه له امریکا سره د افغانستان د مسلې په سوله ییز حل کې مرسته وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پوتین دغه څرګندونې د میر په نامه له یوې روسي ورځپاڼې سره خبرو کې کړې دي.
نوموړي ویلي په دوشنبې کې د اسیا په اړه د نړیوالې ناستې پایلو ته هیلې شته چې په خبره یې وبه کولی شي د سیمه ییزو هېوادونو ترمنځ د اعتماد فضا رامنځته کړي.
د روسیې ولسمشر په افغانستان کې د داعش پر زیاتېدو د اندېښنې تر څنګ د دغه ډلې فعالیتونه د خپل هېواد لپاره ګواښ بللی دی.
د هغه په وینا د افغانستان سرحدونو ته څېرمه د داعش ډلې شاوخوا پنځه زره جنګیالي ځای پر ځای شوي دي او د سیمې هېوادونه په تېره بیا د روسیې متحدین باید هوښیار اوسي.
د روسیې ولسمشر زیاته کړې، چې د افغان سولې برخه کې د وروستیو پرمختګونو هرکلی کوي او هیله لري چې په دې برخه کې روانې هڅې به مثبتې پایلې ولري.
جمهورخبري آژانس:کابل